بريتانوۍ ورځپاڼه انډيپينډنټ چاپ وايي، چې د افغانستان پر سر د نړيوالو الوتنو له زياتوالي سره د طالبانو عوايد زيات شوي دي.
دې ورځپاڼې د یکشنبې په ورځ د تلې ۱۵مه یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي چې د ایران له خوا پر اسرائیلو د توغندیز برید او د دغه برید په وړاندې د اسرائیلو د غبرګون له احتمال وروسته له افغانستان څخه نړیوالې الوتنې ډېرې شوې دي.
راپور زیاتوي چې یوازې تېره پنجشنبه د افغانستان له فضا څخه د نړیوالو الوتنو شمېر ۱۹۱ ته رسېدلی چې دا د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له افغانستان څخه د ترانزیتي الوتنو تر ټولو لوړه شمېره ده.
د راپور له مخې، طالبان د هرې الوتنې لپاره له هوايي شرکتونو څخه ۷۰۰ ډالره ترانزیت فیس اخلي او د الوتنو د لارې بدلول دغې ډلې ته د پام وړ عاید راوړي.
په راپور کې راغلي چې که د افغانستان له فضا څخه الوتنې همداسې دوام وکړي، طالبان به په کال کې ۵۰ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.
انډیپنډنټ دا راپور د "فلایټ رادار 24" شرکت د معلوماتو د تحلیل پراساس چمتو کړی چې نړیوال الوتنې تعقیبوي.
د دغه شرکت معلومات ښيي چې د سپټمبر له ۱۹مې تر ۳۰مې نېټې پورې هره ورځ په اوسط ډول ۱۴۷ نړیوالې الوتنې د افغانستان له فضا څخه تېرېدې، خو وروسته له دې چې ایران پر اسرائیلو برید وکړ، دغه شمېر له ۲۰ سلنې ۱۷۱ ته لوړ شو.
د دغه راپور له مخې د پنجشنبې په ورځ دغه شمیره نوره هم زیاته شوه او ۱۹۱ الوتنو ته ورسیده چې د طالبانو د واکمنۍ له رانسکوریدو راهیسې د افغانستان له فضا څخه د الوتنو تر ټولو لوړه شمیره ده.
د «رادار ۲۴» الوتکۍ ویاند آزادۍ راډیو ته ویلي دي چې موږ د افغانستان په فضا کې د هغو الوتکو د تیریدو شاهدان یو چې معمولاً د ایران له فضا څخه تیریدل.
د ساوت ویلز په پوهنتون کې د افغانستان د حالاتو شنونکی انانت مشرا وايي، هوايي شرکتونو په تېره بیا د لویدیځو هېوادونو د پیلوټانو زرګونه غوښتنې ترلاسه کړي چې د ایران او سوریې له فضايي حریم څخه دې ډډه وکړي.
هغه زیاته کړه چې هوايي شرکتونه اړ شوي چې د افغانستان هوايي حریم غوره کړي چې لږ خطر لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پر افغانستان د امنیتي اندېښنو او د ترهګرو بریدونو د احتمال له امله نړیوالو هوايي حریمونو د افغانستان پر فضا خپل تګ راتګ بند کړی و.
جمهورخبري آژانس