لغمان کې ځايي سرچينې وايي، په دغه ولايت کې د ماشومانو پر سر د دوو کورنيو ترمنځ د شخړې له امله يو تن وژل شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د يکشنبې په ورځ د تلې ١٥مه د لغمان ولايت د اليشنګ ولسوالۍ په سيګول دره کې د ماشومانو تر منځ له فزیکي شخړې وروسته رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړه، چې د ماشومانو تر منځ تر شخړې وروسته د دواړو کورنيو د غړو ترمنځ جګړه وشوه او يوې خوا د "ګل محمد" په نوم يو تن په ډزو وواژه.
خو وسله والو طالبانو د دې پېښې د تاييد پرمهال ويلي، چې د دې پېښې په تړاو يې درې تنه نيولي دي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په هېواد کې د کورنيو او په ځانګړې توګه د ځمکې پر سر شخړې رامنځته شوې، چې مرګ ژوبله يې اړولې ده.
جمهورخبري آژانس