۰

یوې موسسې په سمنګان ولایت کې ۱۳۲۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم وویشل

یکشنبه ۱۵ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۲۷
په سمنګان کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې یوې مرستندویه موسسې په دغه ولایت کې ۱۳۲۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم او کیمیاوي سرې وېشلې دي.
یوې موسسې په سمنګان ولایت کې ۱۳۲۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم وویشل
په سمنګان کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې یوې مرستندویه موسسې په دغه ولایت کې ۱۳۲۰۰ بزګرانو ته د غنمو تخم او کیمیاوي سرې وېشلې دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د "اکشن ايډ" په نوم يادې موسسې هر بزګر ته ٥٠ کيلو د غنمو تخم، ٥٠ کيلو سپين سرې او ٥٠ کيلو تور سرې وېشلې دي.

د دې ادارې مسوولین وايي، د دې مرستو د وېش موخه له کروندګرو سره مرسته ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي