د طالبانو ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري په چین کې د افغانستان په سفارت کې د دغې ډلې له سفیر بلال کریمي سره وکتل او په افغانستان کې یې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وکړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ (د تلې ۱۵ مه ) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا هبت الله بدري په کابل کې د چین په سفارت کې د دې ډلې له سفیر بلال کریمي سره کتلي دي.
په دې کتنه کې دواړو لورو د پانګونې د فرصتونو، په چین کې د طالبانو د سفارت د هڅو او د دغه هېواد د شرکتونو د پانګونې د جلبولو او په ځانګړي ډول د قشغري او مسینق د نفتو د پروژو د دندو په اړه چې له چینايي شرکتونو سره یې تړونونه لري خبرې وکړې.
جمهور خبري آژانس