د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، هېواد یې د خپلو شریکانو له رضایت پرته طالبانو ته د بریکس په غونډه کې بلنه نه شي ورکولی.
ښاغلي کابلوف د جمعې په ورځ د مې په ۱۳مه نېټه د مسکو د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې "د بریکس غونډې ته بلنه د توافق د میکانیزم له مخې ټاکل کېږي. لږ وخت پاتې دی او دا د بریکس د نورو غړو هېوادونو په پرېکړې پورې اړه لري."
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې طالبانو له روسیې وغوښتل چې دغې ډلې ته د بریکس په غونډه کې د ګډون بلنه ورکړي.
د بریکس غونډه د برازیل، روسیې، هند، چین او جنوبي افریقا د مشرانو په حضور کې د روانې میاشتې له ۲۲مې نیټې څخه تر ۲۴مې نیټې پورې د روسیې په کازان ښار کې جوړیږي.
د دې کال په پیل کې، روسیې د BRICS دوره مشري په غاړه واخیسته.
جمهورخبري آژانس