د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وايي، د مسکو د شپږمې دورې غونډې هدف له طالبانو سره په سیاسي، اقتصادي او له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره د مبارزې په برخه کې د سیمې د هېوادونو د اړیکو پراخول دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اغلې زاخارووا د چهارشنبې په ورځ (تلې ۱۱) په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان کې به د «ملي پخلاینې» د بهیر پر پیاوړتیا هم خبرې وشي.
د يادونې وړ ده، چې د مسکو غونډه د جمعې په ورځ د روسيې، هند، چين، ايران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ترکمنستان د استازو په ګډون جوړېږي.
زاخارووا ویلي، چې په دې غونډه کې به د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان موتګي هم د مېلمه په توګه ګډون وکړي.
غونډه به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرانستل شي.
ویل شوي چې ښاغلی لاوروف به د مسکو د غونډې په څنډه کې له امیر خان متقي سره هم وګوري او خبرې اترې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د مسکو پنځمه غونډه د تېر هجري لمریز کال د تلې په میاشت کې جوړه شوې وه.
جمهورخبري آژانس