د خوړو نړیوال سازمان وايي چې له زرګونو ښځو سره مرسته کوي چې د عاید ترلاسه کولو نوي مهارتونه زده کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سازمان نن چهارشنبه د تلې ۱۱ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې ښځې د پیسو ګټلو لږ فرصت لري.
د اعلامیې له مخې، "WFP په ټول هیواد کې له زرګونو میرمنو سره مرسته کوي چې ډیری وختونه د خپلو کورنیو یوازینۍ ډوډۍ ګټونکي دي، ترڅو نوي مهارتونه زده کړي او په خپلو پښو ودریږي."
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د کورنیو او بهرنیو بنسټونو او د ویښتانو د اصلاح په ګډون په ګڼو اقتصادي برخو کې ښځې له کار کولو منع کړي دي.
د طالبانو دې کړنې ښځې په ځانګړې توګه هغه کسان چې د خپلو کورنیو مشري کوي، له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ کړي دي.
جمهورخبري آژانس