د مقاومت جبهې په هرات کې د دوو طالب جنګیالیو د وژل کیدو خبر ورکړ

11 میزان 1403 ساعت 8:38

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په هرات کې دوه طالب وسله وال وژلي دي.


د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په هرات کې دوه طالب وسله وال وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغې جبهې نن سه شنبه د میزان ۱۰ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی ځواکونو تېره شپه ۹ بجې د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې پر طالب جنګیالیو بریدونه کړي چې په ترڅ کې یې د دغې ډلې ۲ تنه جنګیالي وژل شوي دي.

د خبر په اساس دغه برید تیره شپه ۷ بجې د ګذرې ولسوالۍ په «چهارسوی» سیمه کې ترسره شو.

د مقاومت جبهې په وژل شويو طالبانو کې د قاري عبيدالله او قاري نادر نومونه ياد کړل او ويې ويل چې دوى په هرات کې د طالبانو د قول اردو له قوماندان الفاروق سره نږدې کسان وو چې تل يې بې دفاع خلک ځورول. دغه جبهه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د دوى ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

جمهور خبري اژانس


د مطلب کود: 176024

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176024/

جمهور
  https://www.jomhornews.com