د کرمان په جروفت ولسوالۍ کې د سختو بارانونو او سیلابونو له امله د ۱۴ افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ایران د کرمان ولایت د سرې میاشتې ټولنې مشر په جرافت ولسوالۍ کې د تیرې ورځې په سیلاب کې د ورک شوي کس مړی موندلو ته په اشارې سره د لټون د عملیاتو د پای اعلان وکړ.
رضا فضل وویل: د وروستي ورک شوي کس مړی، چې یوه ښځه وه، څو شېبې وړاندې وموندل شو.
په جرافت ولسوالۍ کې له باران او سېلابونو وروسته تېر ماښام د حليرود سيند له اوبو راووت چې له امله يې په دې ولسوالۍ کې د اوو افغان مېرمنو، اوو ماشومانو او يو ايراني په ګډون ١٥ کسان مړه شول.
جمهورخبري آژانس