د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان وکړ چې د دغې ډلې تخنیکي کمیټې د مایع ګاز د تاسیساتو د جوړولو طرزالعمل او د کانونو د عوایدو پالیسي تصویب کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د ډلې د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر د سه شنبې په ورځ (د تلې ۱۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د تخنیکي کمېټې په غونډه کې د مایع ګازو د تاسیساتو د جوړولو پر طرزالعمل، د کانونو د سکتور د عوایدو د پالیسۍ پر مسودې او یو شمېر نورو مسایلو خبرې وشوې.
طالبانو ویلي چې دغې ډلې له هر اړخیزې ارزونې وروسته د مایع ګازو د تاسیساتو د جوړولو په طرزالعمل کې د اقتصادي کمیسیون د تخنیکي کمیټې له خوا تعدیلات په پام کې نیولي او د تصویب لپاره یې اقتصادي کمیسیون ته استولي دي.
د دغې کړنلارې له مخې ټول دولتي او خصوصي شرکتونه چې د مایع ګازو توزیع کوي باید له ښارونو او ګڼې ګوڼې ډکو سیمو څخه د ګازو زیرمې له ښار څخه لرې ځایونو ته انتقال کړي او د دغې کړنلارې له مخې نوي تاسیسات جوړ کړي.
جمهورخبري آژآنس