په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو د "کاج" د شهیدانو په یاد مراسم ترسره کړل

10 میزان 1403 ساعت 15:56

په پاکستان کې یو شمیر افغان مهاجرو میرمنو د کابل په لویدیځ کې د «کاج» پر ښوونځي د تروریستي برید د دویمې کلیزې په مناسبت د فاتحې مراسم ترسره کړل.


په پاکستان کې یو شمیر افغان مهاجرو میرمنو د کابل په لویدیځ کې د «کاج» پر ښوونځي د تروریستي برید د دویمې کلیزې په مناسبت د فاتحې مراسم ترسره کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دې مراسمو کې دغو کډوالو په افغانستان کې د هزاره ګانو او شیعه ګانو د وژنې د بندېدو غوښتنه وکړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د هزاره ګانو نسل وژنه په رسمیت وپېژني.

دوی د کاج پر ښوونځي د برید د قربانیانو په یاد کې شمعې هم ولګولې.

د دغو ښځینه مهاجرینو په پرېکړه لیک کې راغلي: "د هزاره ګانو نسل وژنه چې په دې وروستیو کې په بېلابېلو عنوانونو په تېره بیا د داعش په نوم ترسره شوې، په داسې حال کې چې طالبان او داعش ګډ فکري بنسټ لري، باید وپېژندل شي."

په پرېکړه ليک کې د بشري حقونو له سازمانونو او ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې په افغانستان کې د هزاره ګانو وژنه د نسل وژنې په توګه وڅېړي.

دغو لاريون کوونکو دا هم وويل، چې د افغانستان په اوسنيو حالاتو کې؛ طالبان په بېلابېلو سیمو کې هزاره ګان په زوره ځوروي او په ځینو مواردو کې یې په زوره وتلو ته اړوي.

د يادونې وړ ده، چې دوه کاله وړاندې داعش وسله والو د کابل په لوېديځ کې د کج پر لېسې په بريد کې تر سلو زياتې ښځينه زده کوونکي وژلي او ټپيان کړي وو.

جمهوخبري آژانس


د مطلب کود: 176007

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/176007/

جمهور
  https://www.jomhornews.com