په ننګرهار کې دولتي سرچینې وايي، د ننګرهار ولایت د کوز کنړ ولسوالۍ په سمندر کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لس تنه مړه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچينې ویلي، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د مازيګر په نهو بجو د کوز کونړ ولسوالۍ په "كشكوت سر" كې رامنځته شوې ده. سرچينې زياته کړې، چې يوه بېړۍ په اوبو کې ډوبه شوې، چې شاوخوا ١٤ تنه سپاره وو.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لس کسان وژل شوي او څلور نور ژغورل شوي دي. ویل کیږي چې د وژل شویو په منځ کې د ۴ تنو جسدونه موندل شوي او د ۶ تنو جسدونه لا هم نادرکه دي.
سرچينې زياته کړې، چې د پېښې په قربانيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، ځايي اوسېدونکي له سيند څخه د تېرېدو لپاره له کښتيو څخه کار اخلي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې ورته پېښه رامنځته شوې او ګڼو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
جمهورخبري آژآنس