د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۴ سلنه لوړ شوی

9 میزان 1403 ساعت 18:59

د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان کړی چې په تېر کال کې د ډالرو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت ۱۴ سلنه لوړ شوی دی.


د طالبانو د ډلې اقتصادي مرستیال اعلان کړی چې په تېر کال کې د ډالرو په مقابل کې د افغانۍ ارزښت ۱۴ سلنه لوړ شوی دی.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال مطبوعاتي دفتر نن دوشنبه (د تلې ۹ مه) اعلان وکړ چې په تېر کال کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ۱۴،۵ سلنه لوړ شوی دی.

طالبانو ویلي چې بهر ته د پیسو د قاچاق مخنیوی، د صادراتو وده، د ملي او سیمه ییزو پروژو پیلول، له بهرنیو هېوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا او د مرکزي بانک له خوا د معقولو پولي سیاستونو پلي کول د دې ډلې په واک کې دي.

د يادونې وړ ده، چې اوسمهال يو امريکايي ډالر په ٦٨ افغانۍ او ٨٨ کلدارو تبادله کېږي.


جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 175974

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/175974/

جمهور
  https://www.jomhornews.com