۰

سیلابونو په ننګرهار او لغمان کې ستر زیانونه اړولي دي

دوشنبه ۹ میزان ۱۴۰۳ ساعت ۱۴:۲۰
ځايي سرچينې وايي، چې په ننګرهار او لغمان کې سېلابونو د دغو دوو ولايتونو اوسېدونکو ته ډېر زيانونه اړولي دي.
سیلابونو په ننګرهار او لغمان کې ستر زیانونه اړولي دي
ځايي سرچينې وايي، چې په ننګرهار او لغمان کې سېلابونو د دغو دوو ولايتونو اوسېدونکو ته ډېر زيانونه اړولي دي.

د سرچينو له مخې په دغو دواړو ولايتونو کې دسيلابونو کچه تر سختو اورښتونو وروسته ٨ درجو ته رسيدلې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په مهترلام ښار کې د تېرې شپې سېلابونه د استوګنې د کورونو د ويجاړېدو لامل شوي دي.

ويل کيږي چې د کورونو د نړېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه تنه ټپيان شوي دي. په ورته وخت کې د ننګرهار په سپين غر او اچين ولسواليو کې هم سيلابونو خلکو ته ستر مالي زيانونه اړولي دي.

سرچينې زياته کړې، چې د سېلابونو له امله په يادو دوو ولسواليو کې د استوګنې کورونه او کرنيزې ځمکې ويجاړې شوې دي.

په همدې حال کې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په شلو ولايتونو کې د سختو سيلابونو او ورښتونو اټکل کړى دى.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي