د لوګر اوسېدونکو له طالبانو د ښوونځيو او سړکونو د جوړولو غوښتنه وکړه

9 میزان 1403 ساعت 14:00

د لوګر ولايت يو شمېر اوسېدونکو د طالبانو له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره وکتل او د دغې ډلې له خوا يې د ښوونځيو او سړکونو د جوړولو غوښتنه وکړه.


د لوګر ولايت يو شمېر اوسېدونکو د طالبانو له سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير سره وکتل او د دغې ډلې له خوا يې د ښوونځيو او سړکونو د جوړولو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره کتلي دي.

قومي مشرانو په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو، سړکونو، د استنادي دېوالونو د جوړولو او د مخابراتي شبکو د ستونزې د حل غوښتنه وکړه.

د طالبانو سیاسي مرستیال ادعا وکړه چې دا یو څرګند حقیقت دی چې خلک د طالبانو د رژیم په ملاتړ ولاړ دي او د دغې ډلې له جنګیالیو سره یې په هره برخه کې همکاري کړې ده.

د دې ډلې د کړنو په مقابل کې دې طالبانو ویلي چې د طالبانو د امارت لپاره د افغانستان ټول خلک یو شان دي او د ټولو افغانانو لپاره له تبعیض پرته خدمت کول خپله دنده ګڼي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 175958

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/175958/

جمهور
  https://www.jomhornews.com