په بغلان کې باخبره سرچینې وايي، چې د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار په کیلګي سیمه کې د طالبانو د استخباراتو مشر د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
سرچينې زياته کړې، چې ناپېژانده وسله وال د طالبانو د استخباراتو دغه غړى په نښه کولو وروسته له سيمې تښتېدلي دي.
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. خو ويل کېږي چې له دې پېښې وروسته طالبانو سيمه کلابنده کړې او کورونه يې سوځولي دي.
خبرگزاری جمهور