رحمت الله نبیل د ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی په بې کفایتۍ تورن کړه

5 سرطان 1403 ساعت 8:53

د افغانستان د تېر حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په بې کفایتۍ تورنه کړې ده.


د افغانستان د تېر حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په بې کفایتۍ تورنه کړې ده.

ښاغلي نبیل د دوحې په درېیمه غونډه کې د افغان ښځینه استازو نه ګډون ته په اشارې سره په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دې مسلې د مېرمن امیري "بشپړ بې کفایتي" خلکو ته په ډاګه کړه.

هغه زیاته کړه، "د افغانستان د مدني ټولنې ډلې باید له هغې [رینا امیري] څخه وغواړي چې یا دې دې مسلې [د دوحې په غونډه کې د ښځو حضور] ته غاړه کیږدي او یا دې استعفا ورکړي."

نبیل د دوحې په غونډه کې د ښځو د نه ګډون په اړه د امریکا چوپتیا د اندېښنې وړ وبلله.

د يادونې وړ ده، چې د دوحې غونډه به څو ورځې وروسته د ملګرو ملتونو په کوربه توب د يادو هېوادونو د ځانګړيو استازيو او د طالبانو د استازو په ګډون جوړه شي.

ویل شوي چې د دوحې له غونډې مخکې او وروسته پلان لري چې له ښځینه فعالانو او د افغانستان د مدني ټولنې له ډلو سره سلا مشورې وکړي، خو دوی به په هغو غونډو کې ګډون ونه کړي چې طالب چارواکي پکې حضور ولري.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173664

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173664/

جمهور
  https://www.jomhornews.com