د مقاومت جبهه:

کابل کې مو ۳ طالب جنګیالي وژلي او ټپیان کړي دي

5 سرطان 1403 ساعت 8:00

د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې درې وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.


د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په کابل کې درې وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.

دغې جبهې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې تېره شپه د کابل ښار د نهمې حوزې اړوند د "سراى لغمان" په سيمه کې د دوى ځواکونو د وسله والو طالبانو پر پوستو بريدونه کړي دي.

د خبر په اساس په دغه بریدکې ۲ تنه طالبان ووژل شول، ۱ بل ژوبل دی.

د مقاومت جبهې زياته کړه چې په دې بريد کې د دوى ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173651

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173651/

جمهور
  https://www.jomhornews.com