متقي: نړۍ ورځ تر بلې د طالبانو د امارت په ارزښت پوهېږي

4 سرطان 1403 ساعت 15:13

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادعا کوي چې نړۍ ورځ تر بلې د دغې ډلې د امارت په ارزښت پوهیږي.


د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ادعا کوي چې نړۍ ورځ تر بلې د دغې ډلې د امارت په ارزښت پوهیږي.

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد د بهرنیو چارو د وزارت له رئیس او کارکوونکو سره د دغه وزارت د سرپرست مولوی امیرخان متقي د کتنې خبر خپور کړی دی.

په دې غونډه کې مولوي امیرخان متقي ادعا وکړه چې نړۍ ورځ تر بلې د طالبانو د امارت په ارزښت پوهېږي او د دې ډلې د امارت بنسټونه ورځ تر بلې پیاوړي کېږي او نړۍ له دغې ډلې سره اړیکي لري.

طالبان وايي چې د طالبانو امارت له ګاونډیو، سیمې او نړۍ سره مثبتې اړیکې غواړي.

د طالبانو د ډلې دغه ادعا په داسې حال کې مطرح کېږی چې دغې ډلې له څه د پاسه دریو کلونو راهسې په افغانستان کې واکمنی کړې ده، تراوسه هېڅ هېواد هم طالبان په رسمیت نه دی پیژندلی او افغانستان د دغې ډلې تر کنټرول لاندې په نړیوال سیاسی انزوا کې دی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173639

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173639/

جمهور
  https://www.jomhornews.com