پکتيا کې د غره ښويېدنه د یوې کورنۍ ۷ غړي مړه شول

4 سرطان 1403 ساعت 15:01

د پکتيا ځايي سرچينې وايي، د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.


د پکتيا ځايي سرچينې وايي، د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو له امله د يوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د يکشنبې په ورځ د سرطان په درېيمه د څمکنيو ولسوالۍ په "جغرو" سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې دوه ښځې او پنځه ماشومان وژل شوي دي.

ویل شوي چې له خټو څخه د مړو د را ایستلو هڅې دوام لري.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 173634

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173634/

جمهور
  https://www.jomhornews.com