آزادۍ جبهه: بغلان کې مو درې طالبانو ته مرګ ژوبله واړوله

4 سرطان 1403 ساعت 10:30

د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په بغلان کې درې وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.


د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، د دې جبهې ځواکونو په بغلان کې درې وسله وال طالبان وژلي او ټپيان کړي دي.

دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې تېره شپه یې په بغلان کې د طالبانو د ښاري قرارګاه اړوند په یوه موټر برید وکړ.

د خبر په اساس دغه برید د پلخمري ښار په «پل مدن» سیمه کې ترسره شو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې برید کې یو طالب وژل شوی او د دې ډلې دوه نور جنګیالي ټپیان شوي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173618

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173618/

جمهور
  https://www.jomhornews.com