طالبان:په افغانستان کې د ناامنۍ عوامل له منځه تللي دي

3 سرطان 1403 ساعت 12:58

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت له دغې ډلې سره د ډله ایز امنیتي تړون د غړیو ترمینځ د بامعنی خبرو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو هرکلی کړی دی.


د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو وزارت له دغې ډلې سره د ډله ایز امنیتي تړون د غړیو ترمینځ د بامعنی خبرو په اړه د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر د څرګندونو هرکلی کړی دی.

د طالبانو ډلې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د یکشنبې په ورځ (د سرطان ۳مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د طالبانو د امارت د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف هغه څرګندونې چې د دې ډلې سره یو ډیر باثباته، دوامداره او ریښتینې خبرې اترو ملاتړ کوي هرکلی کړی دی.

طالبانو ویلي چې موږ تل پر دې ټینګار کړی چې د یوه مسوول حکومت په توګه د ټولو اړخونو سره د ګډو مسایلو په اړه هر اړخیزو او نتیجه ورکوونکو خبرو ته چمتو یو.

د بلخي په لیکنه، د طالبانو حکومت د روسیې په ګډون ټولو هېوادونو ته امر کوي چې په افغانستان کې د اشغال په پای ته رسېدو سره د ناامنۍ عوامل له منځه ولاړ شي او له دې سره په افغانستان کې د پانګونې او د سترو پروژو د تطبیق لپاره شرایط هم برابر شي. 

د يادونې وړ ده، چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په دې وروستيو کې ويلي، چې د ډله ييز امنيتي تړون غړي له طالبانو سره معقولې خبرې غواړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173584

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173584/

جمهور
  https://www.jomhornews.com