طالبان: د کرکټ ملي لوبډلې تاریخي بریا خپله کړه

3 سرطان 1403 ساعت 8:32

د طالبانو د ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وايي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې استرالیا ته په ماتې ورکولو سره تاریخي بریا خپله کړه.


د طالبانو د ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال وايي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې استرالیا ته په ماتې ورکولو سره تاریخي بریا خپله کړه.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال حیات الله مهاجر فراهي د یکشنبې په ورځ (د سرطان ۳مه) په خپله فسبوک پاڼه لیکلي چې افغانستان د لومړي ځل لپاره استرالیا ته ماتې ورکړه.

نوموړي لیکلي: د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام په ۸ غوره لیګ کې په ۲۱ منډو ماتې وخوړه او تاریخي بریا یې ثبت کړه او هیله لرم چې دا لړۍ همداسې دوام وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ د شل اووريزو نړيوالو سياليو په لړ کې د نړۍ د اتو غوره لوبډلو په کتار کې د اسټراليا پياوړې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه لوبه، چې څو شېبې وړاندې (نن سهار، یکشنبه، د سرطان ۳مه) په ویسټ انډیز کې ترسره شوه؛ ترسره شوه. د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د ۲۱ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د دې لوبې په پیل کې د افغانستان ملي لوبډلې توپ وهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د اسټرالیا ملي لوبډلې ته د ۱۴۸ منډو هدف وټاکه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173573

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173573/

جمهور
  https://www.jomhornews.com