د افغان حاجیانو لومړی کاروان بیرته راستون شو

3 سرطان 1403 ساعت 8:14

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی، چې د افغان حاجیانو لومړی کاروان هېواد ته راستون شوی دی.


د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت او د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت اعلان کړی، چې د افغان حاجیانو لومړی کاروان هېواد ته راستون شوی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې دغو وزارتونو نن یکشنبه (د سرطان ۳مه) په جلا جلا اعلامیو کې ویلي چې له سعودي عربستان څخه د افغان حاجیانو لومړی کاروان د شنبې په ورځ کابل ته راستون شو.

طالبانو ویلي، چې د یوې الوتنې په ترڅ کې یې ۳۴۶ افغان حاجیان له سعودي عربستان څخه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته انتقال کړي دي.

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د حاجیانو د راستنېدو له امله یې د هېواد په ټولو نړیوالو هوايي ډګرونو کې له غوره هوايي ترانسپورتي خدمتونو څخه د ګټې اخیستنې اسانتیا برابره کړې ده.

باید وویل شي، چې هر کال ۳۰ زره افغان حاجيان د حج د فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ځي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173568

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173568/

جمهور
  https://www.jomhornews.com