طالبانو کندهار کې یو ځوان د احمد شاه مسعود په اړه د کتاب د لېږدولو له امله وواهه

2 سرطان 1403 ساعت 15:25

په کندهار ښار کې عامه سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو یو ځوان د احمد شاه مسعود په اړه د کتاب د لېږدولو له امله وهلی او د هغه کتابونه یې سوځولي دي.


په کندهار ښار کې عامه سرچینې وايي چې طالب جنګیالیو یو ځوان د احمد شاه مسعود په اړه د کتاب د لېږدولو له امله وهلی او د هغه کتابونه یې سوځولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا پېښه تېره ورځ د وږي په ٢٩مه د کندهار – کابل لويې لارې په اوږدو کې رامنځته شوې ده.
ويل کيږي چې دغه ځوان له ايران څخه د راستنيدو په وخت کې په يوې پوستې کې ترپوښتنې لاندې ونيول شو او کتابونه يې وسوځول شول.

سرچينې زياته کړې، چې طالب وسله والو د دغه ځوان د وهلو پر مهال هغه "مرتد" بللى او د ډزو کولو هوډ يې کړى و. خو د خپلو نورو ملګرو په منځګړیتوب هغه خوشې شو.

باید وویل شي، چې احمدشاه مسعود په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د طالبانو پر ضد له مشهورو قوماندانانو څخه و.

طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په پنجشېر کې د دغه پخواني جهادي قوماندان پر قبر د لمانځنې مراسم تر سره کړل، چې په ټولنیزو شبکو کې د پراخو اعتراضونو سره مخ شول.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173554

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173554/

جمهور
  https://www.jomhornews.com