د خبريالانو د خونديتوب د کمېټې د پروګرامونو همغږي کوونکي بريالي وايي، چې په پروان کې د طالبانو له خوا نيول شوى خبريال عبدالله دانش وهل شوى دى.
دغې کمېټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلی دانش د پوهنې په اړه د طالبانو پر تګلارو د انتقادي راپور د چمتو کولو او د کاپیسا له ښوونځیو د پوځي اډې په توګه د دغې ډلې د کارونې په اړه د فیسبوک د پوسټ په خپرولو تورن شوی دی.
د دغې کمیټې په وینا ښاغلی دانش په سر کې سخت وهل شوی او ټپي شوی دی.
يي وويل طالبان بايد د خبريال عبدالله دانش د خپلسري نيولو او وهلو ټکولو په اړه سمدستي او بې پرې پلټنه وکړي او مسوولين يې حساب کړي.
هغه زیاته کړه، "هغه وخت رارسېدلی چې طالبان د رسنیو د امنیت مسوولیت په غاړه واخلي او خبریالانو ته اجازه ورکړي چې د غچ اخیستنې له وېرې پرته د عامه ګټو مسایل په انتقادي ډول پوښښ کړي."
د يادونې وړ ده، چې عبدالله دانش د زمري په ٢٤مه له کابل څخه د راستنېدو پر مهال په بګرام ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو له خوا ونيول شو او دوه ورځې وروسته خوشې شو.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته د خبریالانو پر کار سخت بندیزونه لګولي او په دې موده کې یې لسګونه خبریالان ګواښلي، نیولي او زنداني کړي دي.
جمهورخبري آژانس