د افغانستان پلازمینه کابل ښار او یو شمېر نور ولایتونه یوې زورورې زلزلې ولړزول.
نن چهارشنبه (د غبرګولي ۳۰مه) سهار شاوخوا ۸:۴۷ دقیقې یوې زورورې زلزلې د افغانستان پلازمېنه کابل ولړزاوه.
دغه زلزله د هېواد په نورو ولایتونو کې هم شوې خو تر اوسه یې اصلي مرکز نه دی معلوم.
دغې زلزلې د احتمالي تلفاتو او زیانونو په اړه معلومات نشته.
جمهورخبري آژانس