طالبان د دوحې په درېیمه ناسته کې ګډون کوي

27 جوزا 1403 ساعت 12:16

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان په ګټه ده او د دغې ډلې استازي به په کې ګډون وکړي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان کړی چې د دوحې درېیمه ناسته د افغانستان په ګټه ده او د دغې ډلې استازي به په کې ګډون وکړي.

مجاهد نن یکشنبې د غبرګولي ۲۷ مه رسنیو ته ویلي، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې به د افغانستان استازي ګډون وکړي.

هغه زیاته کړه: اسلامي امارت د دوحې د دریمې ناستې د اجنډا له څیړلو وروسته په دې غونډه کې د ګډون پریکړه وکړه، ځکه په دې غونډه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په مرستو او اقتصادي مسایلو خبرې کیږي.

باید وویل شي، چې د دوحې درېیمه ناسته به د روان کال د سرطان میاشتې په لسمه نېټه په قطر کې ترسره شي او اوس داسې ښکاري چې د بشري حقونو مسایل، د ښځو حقونه او هغه څه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼل کېږي، د غونډې په اجنډا کې نه وي. 

د پیغام پای/


د مطلب کود: 173426

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173426/

جمهور
  https://www.jomhornews.com