لبناني ورځپاڼه:

طالبانو غزې ته د جنګیالیو د استولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی دی

27 جوزا 1403 ساعت 10:56

په لبنان کې د الاخبار ورځپاڼې خبریال حسن ایلایک ادعا کړې چې طالبانو د اسراییلو پر ضد غزې ته د زرګونو جنګیالیو د استولو لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.


په لبنان کې د الاخبار ورځپاڼې خبریال حسن ایلایک ادعا کړې چې طالبانو د اسراییلو پر ضد غزې ته د زرګونو جنګیالیو د استولو لپاره چمتووالی اعلان کړی دی.

 ایلایک تېره شپه د غبرګولي ۲۶ مه خبر ورکړ، چې د چمتووالي دغه اعلامیه د ایران له لارې له اسرائیلو سره د مبارزې په موخه مطرح شوې ده.

د طالبانو د راپور پر بنسټ، نوموړي ویلي، چې له اسراییلو سره د جګړې او په لبنان کې د حماس او حزب الله د غورځنګونو د ملاتړ لپاره به خپل زرګونه جنګیالي واستوي.

تر دې مخکې په کابل کې د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قومي هم ویلي وو چې طالبان به د اړتیا په صورت کې د غزې د خلکو د ملاتړ لپاره «له یو څخه زیات د شهیدانو اردو» واستوي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 173423

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173423/

جمهور
  https://www.jomhornews.com