د بشري حقونو فعالانو د دوحې د غونډې پر ضد د نړیوال احتجاج غوښتنه وکړه

26 جوزا 1403 ساعت 13:37

د ښځو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې د بایکاټ او په ځانګړې توګه د طالبانو د بلنې او د دغې ناستې د پوښتنې وړ پایلې په اړه د نړیوالو اعتراضونو غوښتنه کړې ده.


د ښځو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې د بایکاټ او په ځانګړې توګه د طالبانو د بلنې او د دغې ناستې د پوښتنې وړ پایلې په اړه د نړیوالو اعتراضونو غوښتنه کړې ده.

دغو فعالانو نن شنبې د غبرګولي ۲۶ مه د دوحې په غونډه کې له طالبانو سره د هر ډول خبرو اترو پر وړاندې د اعتراض په توګه د افغانستان اتباعو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د بشري حقونو نورو ملاتړو ته یوه عامه غوښتنه وکړه.

په دې غوښتنې کې ویل شوي، چې ملګري ملتونه او یو شمېر هېوادونه په دې لټه کې دي، چې طالبانو ته مشروعیت ورکړي، چې دا کار په افغانستان کې د میلیونونو ښځو له حقونو څخه د انکار لامل ګرځي.

دوی په دوحه کې د طالبانو په درېیمه غونډه کې د ګډون په اړه بایکاټ وکړ او له نورو افغانانو او د بشري حقونو له مدافعینو یې وغوښتل چې د خیمو په درولو سره دغه غونډه وغندي.

د مخکې له مخکې د ترتیب شوي مهالویش له مخې ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه ناسته چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب او د یادو هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون ترسره شي، په راتلونکو دوو اونیو کې جوړېږي.

دغې غونډې ته طالبان هم بلل شوي دي.

د بشري حقونو یوشمېر فعالانو دغه غونډه د طالبانو سپیناوی او مشروعیت بللی او پر پایلو یې اندېښنه ښودلې ده.

خبرگزاری جمهور


د مطلب کود: 173391

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173391/

جمهور
  https://www.jomhornews.com