کرکټ: افغانستان د نړیوال جام اته غوره لوبډلو ته ووت

26 جوزا 1403 ساعت 8:53

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پاپوا نیو ګیني پر وړاندې په بریا سره د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو اته غوره لوبډلو ته لار پیدا کړه.


د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پاپوا نیو ګیني پر وړاندې په بریا سره د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو اته غوره لوبډلو ته لار پیدا کړه.

په دې لوبه کې، چې د جمعې په ورځ د غبرګولي په ۲۵ مه ترسره شوه، پاپوا نیوګیني لومړی توپ وهنه وکړه او افغانستان ته یې په ۲۰ اورونو کې د ۹۶ منډو هدف وټاکه.

خو؛ په دویمه نیمايي کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې یوازې ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړل او ټاکل شوی هدف یې ترلاسه کړ او میدان یې وګټله.

په دې بریا سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام راتلونکي پړاو ته لاره پیدا کړه.

دا د ۲۰۲۴ کال د کرکټ په نړیوال جام کې د افغانستان دریمه پرله پسې بریا ده.

ملي لوبډلې تر دې وړاندې په روانو سیالیو کې یوګانډا او نیوزیلنډ ته ماتې ورکړې وه.

باید وویل شي چې د نړیوال جام لوبې په ګډه په امریکا او ویسټ انډیز  کې ترسره کېږي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 173365

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173365/

جمهور
  https://www.jomhornews.com