اوچا یا د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر وايي، په سلو کې ۱۹ افغان ماشومان کارګران دي.
نن چهارشنبه د غبرګولي ۲۳ مه د ماشومانو د کار پر ضد له نړیوالې ورځې سره برابره ده، دغه سازمان په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دا مسله ډېره د اندېښنې وړ ده.
اوچا زیاته کړه: "موږ باید په ګډه کار وکړو ترڅو ډاډ ترلاسه کړو چې هر ماشوم په خوندي چاپیریال کې د زده کړې او وده کولو فرصت لري."
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ او د بې وزلۍ او بېکارۍ له ډېرېدو وروسته د کارګرو ماشومانو شمېر هم ډېر شوی دی.
جمهورخبري آژانس