تخار کې ترافیکي پېښې درې تنه وژلي

21 جوزا 1403 ساعت 14:22

د تخار ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.


د تخار ولایت سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، دا پېښه نن (دوشنبه د جوزا ۲۱مه) د بهارک ولایت د کوترمې په سیمه کې له یوه فولډر ډوله موټر سره د نووا سراچه ډوله موټر د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې درې تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي. ټپيان شول.

د تخار ولایت چارواکي د دغې ترافیکي پېښې اصلي لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بولي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو دوو موټرو سپاره د دغه ولايت د درقد او چاهاب ولسواليو اوسېدونکي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د بدخشان ولایت په یفتل ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې  څلور تنه وژل شوي او اوه نور ټپیان شوي وو.

جمهور خبري آژانس 


د مطلب کود: 173248

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173248/

جمهور
  https://www.jomhornews.com