د کمال خان برېښنا بند توربین په بریالیتوب سره وازمویل شول

21 جوزا 1403 ساعت 14:06

د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کمال خان بند د برېښنا توربینونه په بریالیتوب سره ازمایل شوي دي.


د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د کمال خان بند د برېښنا توربینونه په بریالیتوب سره ازمایل شوي دي.

دغه وزارت نن دوشنبه د غبرګولي په ۲۱ مه په یوه راپور کې ویلي چې "لومړنۍ ازموینه بریالۍ شوه او د کمال خان بند توربینونه او ترانسفارمرونه له نصبولو وروسته په ازمایښتي ډول فعال شول."

خبرځاى زياته کړه چې د کمال خان بند څخه د بريښنا د توليد د پاتې کارونو له بشپړيدو وروسته به د دغه بند د بريښنا توربينونه په دايمي توګه فعال شي.

د يادونې ده، چې د کمال خان بند د نيمروز ولايت په څنډه کې د هلمند پر سيند جوړ شوى دى.

دغه بند د ۵۲ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو ظرفیت لري او په دغه بند کې به شپږ میګاواټه بریښنا تولید شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173244

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173244/

جمهور
  https://www.jomhornews.com