اوچا:څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

21 جوزا 1403 ساعت 10:59

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه دفتر نن دوشنبې د غبرګولي ۲۱ مه په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې د بېوزلۍ زیاتوالی، خوارځواکي، وچکالي، طبیعي پېښې او د هېواد دننه د وګړو بې ځایه کېدل د اوسني وضعیت عوامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر زیاته کړې، د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې له نړیوالې ټولنې څخه یوازې ۲۵۰ میلیونه ډالره مرسته ترلاسه شوې چې د ټولو غوښتل شویو مرستو ۵،۴ سلنه جوړوي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173231

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173231/

جمهور
  https://www.jomhornews.com