توماس ویسټ د ازبکستان له چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړې

21 جوزا 1403 ساعت 7:32

د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ له ازبکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.


د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ له ازبکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

ویسټ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰ مه) یې د ازبکستان د ملي امنیت شورا له مرستیال عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان په اړه د دغه هېواد له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره خبرې کړې دي.

هغه زياته کړه، چې په دې ليدنه کې يې پر ګڼو ګډو ګټو او په افغانستان کې د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړې.

د هغه په ​​وينا، دا غونډه په واشنګټن کې شوې ده.

په همدې حال کې ټاکل شوې د دوحې غونډه د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړه شي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173213

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173213/

جمهور
  https://www.jomhornews.com