د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ له ازبکستاني چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
ویسټ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰ مه) یې د ازبکستان د ملي امنیت شورا له مرستیال عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان په اړه د دغه هېواد له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشیف سره خبرې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې په دې ليدنه کې يې پر ګڼو ګډو ګټو او په افغانستان کې د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړې.
د هغه په وينا، دا غونډه په واشنګټن کې شوې ده.
په همدې حال کې ټاکل شوې د دوحې غونډه د جون په ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په کوربه توب د هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړه شي.
جمهورخبري آژانس