په بلخ کې د ګازو د بالون چاودنه ۲۰ تنه ټپیان شول

19 جوزا 1403 ساعت 8:08

د بلخ ولایت امنیتي سرچینې وايي، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ګازو د یوه سلنډر د چاودنې له امله ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.


د بلخ ولایت امنیتي سرچینې وايي، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ګازو د یوه سلنډر د چاودنې له امله ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ١٧مه، د مزارشريف ښار د لومړۍ ناحيې په "محمد بيګ سارنګ" کوڅه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې په يوه دوکان کې د ګازو د بالون له چاودنې وروسته اور ولګېد، چې شاوخوا سيمه يې هم زيانمنه کړه.
په دغه اور کې سوځېدلي کسان د ابو علي سينا ​​بلخي روغتون او افتاب خصوصي روغتون ته وړل شوي دي.

د اور لګېدنې لامل لا هم څرګند نه دی.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې د استوګنې په یوه بلاک کې هم اور لګېدلی دی.

ويل کيږي چې په دې اور لګېدنه کې شاوخوا هټيو او خلکو ته اته ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 173136

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173136/

جمهور
  https://www.jomhornews.com