د طالبانو د تدارکاتو کمېسیون اعلان کړی چې د څه باندې څلور میلیارد افغانیو په ارزښت یې ۱۴ پروژې منظورې کړې دي.
د طالبانو د اقتصادي مرستیال د رسنیو دفتر نن د غبرګولي ۱۶ مه په یوه بیان کې ویلي، چې د ملا برادر په مشرۍ د تدارکاتو کمېسیون د څلور میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۴ پروژې منظورې کړې دي.
طالبانو ویلي چې د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې د ۱۴ پروژو د قرارداد په ګډون ۶ نورې تعدیل شوې او د یوې پروژې قرارداد لغوه شو.
جمهورخبري آژانس