د هوا پېژندنې ادارې په ۱۷ ولایتونو کې د باران د احتمال خبرداری ورکړی

16 جوزا 1403 ساعت 15:20

د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.


د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۱۷ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دغه ریاست نن چهارشنبه د غبرګولي ۱۶ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې سبا پنجشنبه د چنګاښ په ۱۷ مه په بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بامیان، پروان، کاپیسا، پنجشیر، نورستان او کنړ ولایتونو کې د اورښت امکان شته. د لغمان، ننګرهار، کابل، میدان وردګو، پکتیا او خوست وړاندوینه شوې ده.

د اعلامیې پر بنسټ، د باران اندازه به په بیلابیلو ځایونو کې د 15 او 40 ملي مترو ترمنځ وي.

په اعلاميه کې د هېواد په لوېديځو، جنوبي او مرکزي ولايتونو کې د نسبتاً قوي بادونو (په يوه ساعت کې له ٥٠ څخه تر ٨٠ کيلومتره سرعت سره) د ورېدو وړاندوينه شوې ده.

په همدې حال کې د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې نن په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو وړاندوینه کړې ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173086

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173086/

جمهور
  https://www.jomhornews.com