په ورته وخت کې د چاپېریال د نړیوالې ورځې په مناسبت په کابل کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا وايي چې افغانستان د نړۍ د اقلیم د بدلون قرباني دی.
مېرمن اوتنبایوا نن چهارشنبه د جون د میاشتې په ۱۶ مه نېټه چې د جون له پنځمې د چاپېریال له نړیوالې ورځې سره برابره ده وویل چې د افغانستان ښکلی او ځانګړی چاپېریال له ګواښ سره مخ دی.
هغه د اقلیم د بدلون د مخنیوي لپاره د سمدستي تطابق، د سرچینو غوره مدیریت او د ایکوسیستم بیا رغونه چې د سیلابونو، وچکالۍ او ځمکې په دښته بدله کړې ده، غوښتنه وکړه.
اوتنبایوا د هیواد په شمال او شمال ختیځ کې وروستیو سیلابونو ته په اشارې سره وايي چې دې ناورین هر څه له ځانه سره یوړل.
د هغه په وينا، په دغه سېلاب کې څه باندې شل زره کسانو خپل کورونه له لاسه ورکړي دي.
هغه ټینګار وکړ چې دغه اداره د سیلابونو د اغیزو د کمولو لپاره خپلې هڅې زیاتوي.
د UNMA مشر همدا راز څرګنده کړه، چې ملګرو ملتونو او ملګرو يې په لس زره کسانو خوراکي او کرنيز محصولات او ٢٥٠٠ نورو ته د سرپناه او روغتيايي کڅوړې وېشلې دي.
د هغه په وينا، وروستيو سېلابونو يو ځل بيا د اقليمي بدلون په وړاندې د افغانستان ډېر زيانمن هېواد وباله.
هغه وویل چې سږ کال د چاپیریال د نړیوالې ورځې تمرکز د ځمکې بیا رغونه، دښتې او وچکالۍ مقاومت دی.
د هغه په وينا، تېر کال ملګرو ملتونو په افغانستان کې ١،٦ ميليونه نيالګي کېنول او ١٧٨ هکتاره ځمکه يې بيارغونه وکړه.
اوتونبایوا ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه په نړیواله کچه د افغانستان او د هغه له ښکلي چاپېریال څخه ملاتړ کوي او غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان په نړیواله کچه د اقلیم د بدلون د قرباني په توګه یاد شي.
جمهورخبري آژانس