د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر روسیې ته تللی

16 جوزا 1403 ساعت 10:54

د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دې ډلې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر روسیې ته تللی دی.


د طالبانو ډلې اعلان کړی چې د دې ډلې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر روسیې ته تللی دی.

د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن چهارشنبې (د غبرګولي ۱۶مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د طالبانو د امارت په استازیتوب د دغې ډلې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري د روسیې فدراسیون د سن پیټرزبورګ په ۲۷ مه اقتصادي غونډه کې د ګډون په موخه روسیې ته تللی دی.

طالبانو په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 173064

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/173064/

جمهور
  https://www.jomhornews.com