طالبانو په پنجشیر کې د کانونو او پټرولیم ریاست ویلي، چې د پنچشیر ولایت ۲۱۵ قیراطه زمرد د لیلام له لارې پلورل شوي دي.
دغه رياست د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې دغه زمرد د تلې د مياشتې په ١٥مه نېټه د ١٧٦٨٦٠ ډالرو په ارزښت پر يوه کورني سوداګر وپلورل شو.
په اعلاميه کې ويل شوي دي چې دغه زمرد د تيرو دوو اونيو په بهيرکې د پنجشير د لومړۍ هسکې مينې ولسوالۍ له کانونو څخه استخراج شوي دي.
دا ۱۹م ځل دی چې طالبانو د افغانستان له نیولو وروسته د پنجشیر زمرد پلوري.
جمهورخبري آژانس