۰

طالبان:د دیني او ملي ارزښتونو په قیمت له نړۍ سره تعامل نه غواړو

چهارشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۲۲
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه ډله له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي خو د خپلې سیاسي خپلواکۍ او د دیني او ملي ارزښتونو په قیمت نه.
طالبان:د دیني او ملي ارزښتونو په قیمت له نړۍ سره تعامل نه غواړو
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه ډله له نړیوالې ټولنې سره تعامل غواړي خو د خپلې سیاسي خپلواکۍ او د دیني او ملي ارزښتونو په قیمت نه.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد نن چهارشنبې د غبرګولي ۹ مه په خپله ویب پاڼه لیکلي: د دوحه ۳ په اړه چې د طالبانو امارت څنګه له نړیوالې ټولنې سره تعامل کوي تر سرلیک لاندې یوه علمي غونډه د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز کې جوړه شوې وه. 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دریمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي ویلي، دا ډله له نړیوالې ټولنې سره د تعامل غوښتونکې ده، خو د سیاسي خپلواکۍ، دیني او ملي ارزښتونو په قیمت نه.

طالبانو ویلي چې د بحث شویو موضوعاتو له مخې داسې ښکاري چې د غونډې د اجنډا په اړه کومه لویه ستونزه نشته، خو د طالبانو امارت د ملګرو ملتونو له لوري د غونډې وروستي جزئیات شریکولو ته انتظار باسي، چې پر بنسټ یې پریکړه وکړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي