۰
د ازادۍ جبهه:

طالبانو ته د مسکو امتیازات منځنۍ اسیا ته د ترهګرۍ بلنه ده

چهارشنبه ۹ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۴۸
د افغانستان د ازادۍ جبهه طالبانو ته د روسیې د امتیازاتو په غبرګون کې وايي، د مسکو دغه کړنې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ترهګرۍ او بنسټپالنې ته بلنه ورکوي.
د افغانستان د ازادۍ جبهه طالبانو ته د روسیې د امتیازاتو په غبرګون کې وايي، د مسکو دغه کړنې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته ترهګرۍ او بنسټپالنې ته بلنه ورکوي.

دغې جبهې د روسیې له خوا د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د ایستلو وړاندیز ته په غبرګون کې ویلي چې طالبانو ته د مسکو رعایت به منځنۍ اسیا او هاخوا ته «ترهګرۍ او بنسټپالنې» ته بلنه ورکړي.

د دې جبهې په وینا، په دې کړنو سره روسیه د منځنۍ اسیا په دروازو کې د "ترهګرۍ او بنسټپالنې" خطر زیاتوي.

د ازادۍ جبهې په اعلاميه کې همداراز ويل شوي چې د روسيې وروستي اقدامات په نړيواله کچه له تروريزم سره د مبارزې په ډګر کې دوه مخي چلند ښيي. "دا پریکړه به د روسیې فدراسیون په څیر د یو ستر هیواد د وقار خلاف وي."

د اعلامیې له مخې د روسیې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم لرې کول به نورې ترهګرې ډلې پیاوړې کړي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې طالبان له "ترهګرو ډلو" سره اړیکې لري، چې په کې تحریک طالبان پاکستان، د تاجکستان انصارالله، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او نورې ډلې شاملې دي.

د ازادۍ جبهې ویلي دي چې طالبانو په افغانستان کې سیاسي واک په زور ترلاسه کړی او دغه ډله د هیواد له بیرته نیولو راهیسې د هیوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کولو ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې د روسیې د عدلیې وزارت په دې وروستیو کې پوتین ته وړاندیز کړی چې په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو نوم لرې کړي.

همدارنګه پوتین په وروستۍ قضیه کې ویلي چې له طالبانو سره اړیکي اړین دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي