د سمنګان د ډبرو سکرو په کان کې ګاز نیونې ۴ تنه کارګران وژلي دي

9 جوزا 1403 ساعت 7:23

د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، چې د دې ولسوالۍ د ډبرو سکرو په يوه کان کې ګاز نیونې څلور کارګران وژلي دي.


د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، چې د دې ولسوالۍ د ډبرو سکرو په يوه کان کې ګاز نیونې څلور کارګران وژلي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن د غبرګولي په ٨ مه، د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په يوه کان کې د ميتان ګاز له خپرېدو وروسته رامنځته شوې ده.

ويل شوي دي چې د دغې پيښې قربانيان د مزارشريف ښار او د باميانو ولايت اوسيدونکي وو.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد د ډبرو سکرو په کانونو کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.

د ماینونو غیر معیاري استخراج او د هوا نشتوالی د دې ډول پیښو له لاملونو څخه دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172776

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172776/

جمهور
  https://www.jomhornews.com