د سمنګان په دره صوف ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، چې د دې ولسوالۍ د ډبرو سکرو په يوه کان کې ګاز نیونې څلور کارګران وژلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن د غبرګولي په ٨ مه، د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو په يوه کان کې د ميتان ګاز له خپرېدو وروسته رامنځته شوې ده.
ويل شوي دي چې د دغې پيښې قربانيان د مزارشريف ښار او د باميانو ولايت اوسيدونکي وو.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هېواد د ډبرو سکرو په کانونو کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.
د ماینونو غیر معیاري استخراج او د هوا نشتوالی د دې ډول پیښو له لاملونو څخه دي.
جمهورخبري آژانس