د بدخشان ولایت امنیتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په کشم ولسوالۍ کې یو ډاکټر د طالبانو له لوري له وهلو ټکولو وروسته وژل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه ډاکټر نوم "سردار" و او په دې وروستيو کې د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوى او وهل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې دغه ډاکټر د بدخشان د کشم ولسوالۍ اوسېدونکی و.
ویل کیږي چې نوموړی د طالبانو له محدودیتونو سره د فکري مخالفت له امله د دغې ډلې د جنګیالیو له خوا نیول شوی او وهل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له دریو کلونو څخه په کمه موده کې د ښځو پر وړاندې د دې ډلې د بندیزونو د مخالفت له امله ډېر کسان نیولي، وهلي او بندیان کړي دي.
جمهورخبري آژانس