د بدخشان ځايي سرچينې وايي، د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد ښار کې د سېلابونو راوتلو له امله د يوې کورنۍ لس غړي وژل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سېلاب تېره شپه له سخت باران وروسته د بدخشان په مرکز کې راوتلى او د فيض اباد ښار په "مورچک" کلي کې يې د يوې کورنۍ لس غړي وژلي دي.
ويل کيږي چې سيلاب د دغې کورنۍ کور هغه مهال ويجاړ کړ چې ټول ويده وو.
په همدې حال کې د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رييس محمد اکرم اکبري وايي، چې د "اک" موسسې په همکارۍ يې يو ټيم جوړ کړى، څو د تېرې شپې د کوکچې په سمندر کې د غرقېدو د قربانيانو د کورنۍ د نهو غړو جسدونه ومومي. سیلاب، او د هغوی د جسدونو د ترلاسه کولو عملیات روان دي.
ښاغلي اکبري دا هم وویل چې په دغو لسو کسانو کې د دغې کورنۍ د مور جسد له سمندر څخه را ایستل شوی او د کورنۍ د پنځو لوڼو او دریو زامنو په ګډون د پلار جسدونه لادرکه دي.
دولتي سرچینو ویلي، چې ځايي اوسېدونکو د دغې کورنۍ د یوه غړي جسد موندلی او نور لادرکه دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد په شمال، شمال ختیځ او شمال لویدیځو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
جمهور خبري آژانس