کندهار کې چاودنې پنځه تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

31 ثور 1403 ساعت 15:35

په کندهار کې ځايي سرچينې وايي، چې په کندهار ښار کې د يوې چاودنې په پايله کې د طالبانو يو قوماندان وژل شوى او څلور نور يې ټپيان دي.


په کندهار کې ځايي سرچينې وايي، چې په کندهار ښار کې د يوې چاودنې په پايله کې د طالبانو يو قوماندان وژل شوى او څلور نور يې ټپيان دي.
د
سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن دوشنبه د ثور په ٣١مه، د کندهار ښار د "کابل دروازې" په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه، چې د وسله والو طالبانو د قوماندان موټر له سيمې د تېرېدو په حال کې و.

سرچينې زياته کړې، چې چاودنه د سړک غاړې ته په يوه "هندي کراچۍ" کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله شوې ده.

تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 172431

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/172431/

جمهور
  https://www.jomhornews.com